IQNA

د ایران د قرآن په نړیوالوسیالیوکې د ۶۹ هیوادونو ۱۹۰قاریان اوحافظان ګډون کوي

14:40 - January 09, 2022
د خبر لمبر: 3485240
تهران (ایکنا) – د ایران داسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو اته دیرشم پړاؤمقدماتي مرحله  له ننه پیلیږي  او د همدغې میاشتې تر پنځه ویشتمې نیټې پورې دوام لري .د سیالیو  په دغې مرحلې کې په مختلفو برخو او څانګو کې د ۶۹هیوادونو یوسل نوي قاریان او حافظان ګډون کوي .

ایکناخبری اژانس رپورراکړ ، دایران د خیریه چارو او داوقافو ادارې دقرآني  چارو د مزکر دسیالیو مرستیال  حمید مجیدي مهر  له ایکنا سره په خبرو کې  د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوالو سیالیو  اته دیرشم پړاؤ مقدماتي مرحلې پیلیدا ته په اشارې سره  ووئيل دغه سیالۍ له ننه پيل شوي   او د همدغې میاشتې تر پنځه ویشتمې نیټې پورې به دوام ولري .  هغه ووئيل نن او سبا د میرمنو په برخې کې سیالۍ کیږي  او له دوویشتمې نیټې تر پنځه ویشتمې نیټې پورې  هم د  سړیو په برخې کې سیالۍ کیږي . ددغو سیالیو مقدماتي مرحله ، په حکیمیه سیمې کې واقع د تهران  ولایت د اوقافو او خیریه اچارو د عمومی ادارې په بصیرت مجتمع  کې روانې دي   . دغه سیالۍ نن سهار اته نیمې بجې پيل شوي  او دماښام تر اوه نیمو بجو پورې به دوام ولري .

هغه دغه راز ووئيل  ګډون کونکي د قواعدو اوضوابطو په اساس   خپل فارمونه ډک کړي او له دغه اورګان سره له درو میاشتوراهسې په ارتباط کې دي  او په دې زمینې کې ئې ښه تعامل درلودلی دی .

مجیدمهر  په مختلفو برخو کې دسیالیو  اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل ،په دغه پړاؤ کې دایران داسلامی جمهوریت د رسیمي سیالیو په برخو کې ګډون کونکو ته  په بلنې کې ، د وحدت په  شعار سره بلنه ورکړل شوې  او همدغه موضوع  له ایرانه  په بهر کې د هیواد دسیاسی نمایندګیو او کلتوري  خونو د رضایَت  سبب  شوې ده .

هغه دغه راز زیاته کړې ، په دغه پړاؤ کې  نهه شپيته هیوادونو  په مختلفو څانګو کې خپل  نمایندګان معرفی کړي دي .  له هغو ټولو سختیاتو سره سره چې په نړۍ کې د کرونائي  بحران له امله  رامینځة شوي ، او ځيني نوروبدلونونو ته په پام سره له نیکه مرغه د نمایندګانو د بلنې  او معرفي کولو بهیر په ښه توګه ترسره شوی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4027091/%D8

captcha